حامد کرزي او علیرضا بیګدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او پياوړتیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان اسبق ولسمشر او د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مشر د دواړو هیوادونو د اړیکو په لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان اسبق جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست علیرضا بیګدلي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمې پر اوسني وضعیت، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 کرزي په ښه ګاونډیتوب د خوښۍ په څرګندولو او په ایران کې د افغان ځوانانو لپاره د مناسبو زده کړو د زمینې د برابرولو ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پراخول د ګاونډیتوب د ټینګښت او د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي مشترکاتو د پیاوړتیا په برخه کې ګټور وبلل.

 د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت او د افغانستان د سرپرست حکومت لوړرتبه چارواکو په مختلفو ابعادو کې د دواړو هېوادونو د اریکو په پیاوړتیا او پراختیا باندې تاکید کوي او په تېرو دریو کلونو کې په دې لاره کې عملی ګامونه پورته شوی دی.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .